د هېواد د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني له خپل پاكستاني سيال شاه محمود قريشي سره ټيليفوني خبرې كړي او نوموړي ته يې كابل ته د سفر كولو بلنه وركړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي كليد ته وويل، دواړه چارواكي پر دوه اړخيزو اړيكو او د كابل او اسلام اباد ترمنځ د موجوده ستونزو پر حل وغږېدل.
نوموړي زياته كړه، د دغې ټيليفوني مكالمې په مهال په جلال اباد كې د پاكستان د تړل شوې كونسلګرۍ په تړاو هم خبرې وشوې او د ستونزې د حل لپاره د يوې داسې حل لارې پر رامنځته كولو ټينګار وشو، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، قريشي له خپل افغان سيال څخه غوښتي، چې عادي حالت ته د كونسلګرۍ د چارو د بېرته ګرځولو لپاره بايد په جلال اباد کې د هغې امنيتي چارې د پخوا په څېر سمبالې شي.
د خبرپاڼې له مخې، د كونسلګرۍ د امنيتي مسئلې تر هوارېدو پورې به د افغانستان په ختيځ کې يوازې محصلينو او ناروغانو ته د پاکستان ويزې ورکول کېږي.
پاكستان د ننګرهار والي حيات الله حيات په جلال اباد كې د دې هېواد د كونسلګرۍ په چارو كې په مداخلې تورنوي، خو نوموړى دا تور په كلكه ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


