ads

د غزني د اتفاق کرکټ لوبډله له اتلولۍ وروسته خپل ولايت ته ستنه شوه

د غزني د اتفاق كركټ لوبډله له پنځو پرله پسې لوبو ګټلو وروسته خپل ولايت ته ستنه او له تود هركلي سره مخ شوه.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397
د غزني د اتفاق کرکټ لوبډله له اتلولۍ وروسته خپل ولايت ته ستنه شوه

د غزني د اتفاق كركټ لوبډله له پنځو پرله پسې لوبو ګټلو وروسته خپل ولايت ته ستنه او له تود هركلي سره مخ شوه.
په غزني كې د كركټ بورډ مسوول عزت الله مومنيار كليد ته وويل، سږ كال هم د تېر په څېر د لوى اختر په وياړ د كركټ لوبو د ترسره كولو په هدف ياده لوبډله زابل ته تللې وه.
د نوموړي په خبره، د اروزګان، زابل، هرات، فراه، نيمروز، هلمند او غزني ولايتونو د كركټ لوبډلو ترمنځ سياليو كې د غزني اتفاق لوبډلې د نيمه پايلوبې او پايلوبې په ګډون پنځه لوبې وګټلې او اتلولي يې ترلاسه كړه.
مومنيار زياته كړه، له تېرو څو كلونو راهيسې په زابل كې د غزني په ګډون د اوو ولايتونو د كركټ لوبډلو ترمنځ د لوى اختر په وياړ سيالۍ ترسره كېږي، چې د غزني لوبډله په كې هر كال ښه ځلېږي.
دا ډول لوبې د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو لپاره مهمې بلل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA