ads

په ټول هېواد کې نن د شري ضد واکسين کمپاين پيل شو

په ټول هېواد کې نن د شري ناروغۍ په ضد د واکسين دوه مياشتينى کمپاين پيل شو.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي، دا كمپاين په ولايتونو کې د شري ناروغۍ د زياتو پېښو رامنځته کېدو ته په کتو ترسره كېږي، چې له نهه مياشتيني ماشوم څخه تر ۱۰ کلن پورې به واکسين شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 وږی 1397
په ټول هېواد کې نن د شري ضد واکسين کمپاين پيل شو

په ټول هېواد کې نن د شري ناروغۍ په ضد د واکسين دوه مياشتينى کمپاين پيل شو.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي، دا كمپاين په ولايتونو کې د شري ناروغۍ د زياتو پېښو رامنځته کېدو ته په کتو ترسره كېږي، چې له نهه مياشتيني ماشوم څخه تر ۱۰ کلن پورې به واکسين شي.
د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت تصميم ونيوه، چې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او له كبله يې د ماشومانو د مړينې کچې د کموالي په هدف په ټول هېواد کې د واكسين دغه كمپاين پيل كړي.
فيروز زياتوي، دا کمپاين د دوو مياشتو په ترڅ کې له کورونو سره په نېږدې ځايونو لکه روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو او جوماتونو کې د روغتيايي کارکوونکو لخوا د مخکېني واکسين له په نظر کې نيولو پرته پلى کېږي.
د عامې روغتيا وزير شرى يوه خطرناكه ناروغي بولي او له كورنيو غواړي، چې خپل ماشومان واكسين كړي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د شري ناروغۍ په ضد د واكسين د كمپاين په مهال به ۱۳ ميليونه او ۸۰۰ زره ماشومان واكسين شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA