ads

په كونړ كې ۱۴ داعش او القاعده وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په څوکۍ او وټه پور ولسواليو کې د ځمکنيو او هوايي بريدونو په مهال ۱۰ د داعش ډلې او څلور د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 وږی 1397
په كونړ كې ۱۴ داعش او القاعده وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په څوکۍ او وټه پور ولسواليو کې د ځمکنيو او هوايي بريدونو په مهال ۱۰ د داعش ډلې او څلور د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ كې افغان ګډو ځواکونو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په غرنيو سيمو كې د قهر سېلاب اتم نمبر عملياتو په مهال ۱۰ داعش وسله وال وژلي او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د سرچينې په خبره، دغه راز د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د وټه پور ولسوالۍ په خاټي بانډه‌ کې په هوايي بريد كې د القاعده شبکې څلور غړي وژلي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په عملياتو او هوايي بريد کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش ډلې او القاعده شبکې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA