د ملي اردو ځواكونه په اروزګان او زابل ولايتونو كې د ۴۳ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند جګړن يحيى علوي وايي، د اروزګان په مركز ترينكوټ او د دغه ښار په شمالي څنډې چنارك درې كې تېره ورځ د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال ۲۱ وسله وال وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ كې د مخالفينو د ماين جوړولو يو مرکز هم له منځه وړل شوی دى.
علوي وويل، د زابل د مرکز کلات په خاران او د همدې ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د حسن کارېز په سيمو كې بيا د ملي اردو ځواکونو په کمينونو کې څلور وسله وال وژل شوي او اته تنه ژوبل دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د وياند په وينا، په دغو عملياتو كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه تبصره نه ده کړې.


