وسله والو طالبانو په غزني كې يو ملكي وګړى برمته كړى
وسله والو طالبانو نن سهار د غزني د جاغوري ولسوالۍ يو اوسېدونكى تښتولى دى.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دغه كس غوښتل له غزني ښار څخه خپلې ولسوالۍ ته لاړ شي، چې د كابل – كندهار د لويې لارې په اوږدو كې طالبانو له موټره ښكته كړى او له ځانونو سره يې بېولى دى.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed