وسله والو طالبانو نن سهار د غزني د جاغوري ولسوالۍ يو اوسېدونكى تښتولى دى.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دغه كس غوښتل له غزني ښار څخه خپلې ولسوالۍ ته لاړ شي، چې د كابل – كندهار د لويې لارې په اوږدو كې طالبانو له موټره ښكته كړى او له ځانونو سره يې بېولى دى.
نوموړي زياته كړه، ياد كس له دولتي ارګانونو سره كوم تړاو نه لري او تراوسه يې د تښتونې علت روښانه نه دى، خو د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


