ads

سيګار: له حكمتيار سره د افغان حكومت د سولې هوكړې مثبت اغېز نه دى كړى

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو ځانګړى سرمفتش يا سيگار وايي، د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حكمتيار سره د افغان حكومت د سولې هوكړې د سولې پر بهير قاطع اغېز نه دى كړى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 وږی 1397
سيګار: له حكمتيار سره د افغان حكومت د سولې هوكړې مثبت اغېز نه دى كړى

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو ځانګړى سرمفتش يا سيگار وايي، د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حكمتيار سره د افغان حكومت د سولې هوكړې د سولې پر بهير قاطع اغېز نه دى كړى.
د سيګار په راپور كې راغلي، د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ګډون يو شمېر لوړپوړي افغان چارواکي هيله من وو، چې له حكمتيار سره د سولې هوكړه به له نورو وسله والو ډلو سره د سولې كولو شرايط برابر كړي، خو ياده هوكړه د سولې بهير او سولې ته د نورو ډلو د هڅولو لپاره مثبته نه ده واقع شوې.
سيګار د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له قوله دا څرګندونې کړې دي.
دغه وزارت ويلي، سره له دې، چې د حکمتيار راتګ د سولې پر بهير اغېز نه دى کړى، خو د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي يو ځاى کېدل مهم ګام و او په ښه سترګه ورته ګوري.
جمهور رئيس غني د حزب اسلامي له مشر سره د ۱۹۹۵يم لمريز كال د تلې مياشتې په اتمه نېټه د سولې هوكړه لاسليك كړه.
كابل ته تر راتګ وروسته حكمتيار په بېلابېلو غونډو كې د سولې پروسې، پارلماني او جمهوري رياست ټاكنو او ځينو نورو مسايلو په اړه خپل دريځ روښانه كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA