د ننګرهار والي په كابل كې د پاكستان د سفارت تور رد كړ

د ننګرهار والي حيات الله حيات هغه تور رد كړ، چې ګواكې په جلال اباد ښار كې يې د پاكستان د كونسلګرۍ په چارو كې مداخله كړې ده.
په كابل كې د پاکستان سفارت په يوه خبره پاڼه کې ويلي، د ننګرهار والي د يادې کونسلګرۍ په چارو کې مداخله کوي او له همدې كبله يې په جلال اباد ښار کې خپله کونسلګري تړلې ده.