د ننګرهار والي حيات الله حيات هغه تور رد كړ، چې ګواكې په جلال اباد ښار كې يې د پاكستان د كونسلګرۍ په چارو كې مداخله كړې ده.
په كابل كې د پاکستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د ننګرهار والي د يادې کونسلګرۍ په چارو کې مداخله کوي او له همدې كبله يې په جلال اباد ښار کې خپله کونسلګري تړلې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، تر هغې چې د کونسلګرۍ امنيتي چارې د پخوا په څېر نه وي سمبال شوې، تړلې به وي.
خو حيات له كليد سره په خبرو كې د پاكستان د سفارت دا تور رد كړ.
نوموړي په ټينګار سره وويل، دوى د کونسلګرۍ په داخلي چارو کې هېڅ مداخله نه ده کړې، خو زياته يې کړه، چې د فساد په ضد يې جدي مبارزه پيل کړې او هېچا ته به د غيرې قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.
نن هم زيات شمېر كسان په جلال اباد ښار کې د پاکستانۍ کونسلګرۍ مخې ته د ويزې اخيستنې لپاره ولاړ وو، خو د کونسلګرۍ دروازې تړلې وې.
دې کونسلګرۍ ته هره ورځ سلګونه کسان پر ختيځ زون سربېره له خوست، پکتيا او يو شمېر نورو ولايتونو څخه د ويزو اخيستو لپاره ورتلل، خو د بندېدو له كبله يې خلك له ستونزو سره مخ شوي دي.
په دې اړه په جلال اباد ښار کې د پاکستان له کونسلګرۍ او په كابل كې د دغه هېواد له سفارت سره پر خبرو كولو بريالي نه شوو.


