ads

افغانستان له ايرلنډ څخه د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.
د درېيو يو ورځنيو لوبو وروستۍ يې تېره ورځ د كابل په وخت دوه بجې او ۱۵ دقيقې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 وږی 1397
افغانستان له ايرلنډ څخه د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله.
د درېيو يو ورځنيو لوبو وروستۍ يې تېره ورځ د كابل په وخت دوه بجې او ۱۵ دقيقې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
كوربه لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۶ اعشاريه يو اورونو كې ۱۲۴ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف په ۲۳ اعشاريه پنځه اورونو كې پوره كړ او لوبه يې په اتو وېكټو په داسې حال كې وګټله، چې د سيالۍ ۱۵۷ توپونه پاتې وو.
تر دې وړاندې د دوو ترسره شوو يو ورځنيو لوبو لومړۍ افغانستان او دوهمه ايرلنډ ګټلې وه.
افغانستان مخكې د ۲۰ اوريزو لوبو په لړۍ كې ايرلنډ ته دوه – صفر ماتې ورکړه او درېيمه لوبه د باران ورېدو له کبله ترسره نه شوه.
ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د اسيا جام په سياليو كې د ګډون لپاره، چې د سپټمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه پيلېږي، متحده عربي اماراتو ته لاړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA