ads

په غزني كې له جګړه ځپلو كورنيو سره د مرستې لړۍ دوام لري

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د غزني ښار په څلور ورځنۍ جګړه كې له زرګونو زيانمنو شوو كورنيو سره د نغدو پيسو، خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرسته شوې او دا لړۍ دوام لري.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له بريد وروسته په دغه ښار كې له ۳۸۰۰ څخه زياتو بې ځايه او زيانمنو شوو كورنيو ته خوراكي او غيرې خوراكي توكي وركړل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 وږی 1397

د هغه په وينا، دا مرسته د ولايت د كډوالو او راستنېدونكو چارو رياست له لوري د سرې مياشتې ټولنې، ځينو مرستندويه موسسو او د غزني د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په همكارۍ ترسره شوې ده.
نوري زياته كړه، د جمهور رئيس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ د غزني ښار په جګړه كې د ۴۸ وژل شوو كسانو او ۱۵۳ ټپيانو كورنيو ته ۱۵ ميليونه افغانۍ نغدې پيسې وركړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، د هر وژل شوي كس كورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او د سختو، متوسطو او عادي ټپيانو كورنيو ته له ۵۰ زرو تر ۱۰ زرو افغانۍ وېشل شوې دي.
د غزني د والي وياند وايي، د وژل شوو كسانو او ټپيانو كورنيو ته د نغدو پيسو د وركړې لړۍ سبا پاى ته رسېږي، خو له بې ځايه شوو او زيانمنو شوو كورنيو سره به د مرستې بهير روان وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA