په اروزګان كې وسله والو طالبانو ته د زرګونو مرميو د لېږد مخنيوى وشو
په اروزګان كې يو كس داسې مهال نيول شوى، چې غوښتل يې له مركز ترينكوټ ښار څخه وسله والو طالبانو ته زرګونه مرمۍ ولېږدوي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي كليد ته وويل، پرون مازديګر ناوخته په ترينکوټ ښار کې د ښاري ګارنيزيون له لوري يو کس، چې د امريكايي اېم ۱۶ ډوله وسلې تر اتو زرو زياتې مرمۍ يې په يوه موټر كې بار كړې وې او غوښتل يې طالبانو ته يې يوسي، ونيول شو.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed