په اروزګان كې يو كس داسې مهال نيول شوى، چې غوښتل يې له مركز ترينكوټ ښار څخه وسله والو طالبانو ته زرګونه مرمۍ ولېږدوي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي كليد ته وويل، پرون مازديګر ناوخته په ترينکوټ ښار کې د ښاري ګارنيزيون له لوري يو کس، چې د امريكايي اېم ۱۶ ډوله وسلې تر اتو زرو زياتې مرمۍ يې په يوه موټر كې بار كړې وې او غوښتل يې طالبانو ته يې يوسي، ونيول شو.
نوموړي كه څه هم په دې اړه زيات جزيات ورنه كړل، خو زياته يې كړه، نيول شوى كس په دولت پورې تړاو نه لري او تراوسه دا هم معلومه نه ده، چې ملكي وګړى او كه د طالبانو د ډلې غړى دى.
د احمدزي په خبره، د پېښې په تړاو څېړنې او له نيول شوي كس څخه پوښتنې روانې دي.
په ورته وخت کې د ګارنيزيون د قطعې يو غړى، چې په يادو عملياتو کې يې برخه لرله، د نوم نه ښودلو په شرط وايي، نيول شوي کس ورته ويلي، چې دغه مرمۍ يې د ملي اردو له اووم كنډك څخه د پيسو په بدل كې ترلاسه کړې وې.
څه موده وړاندې د اروزګان امنيه قوماندانۍ درې پوليس هم د زرګونو مرميو د خرڅلاو په تور نيولي وو.


