ads

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ نن د كركټ درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره كېږي

د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېيمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه نن ترسره کېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او ۱۵ دقيقې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې پيل شي.
تر دې وړاندې د دوو ترسره شوو يو ورځنيو لوبو لومړۍ افغانستان او دوهمه ايرلنډ ګټلې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 وږی 1397

نننۍ لوبه برخليك ټاكونكې ده او كه هرې لوبډلې وګټله، نو د يو ورځنيو لوبو د لړۍ اتلولي به خپله كړي.
افغانستان مخكې د ۲۰ اوريزو لوبو په لړۍ كې ايرلنډ ته دوه – صفر ماتې ورکړه او درېيمه لوبه د باران ورېدو له کبله ترسره نه شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA