بريتانيا له افغان ځواكونو سره پر همكارۍ ټينګار وكړ

د بريتانيا د دفاع وزير ګوين ويليمسن وايي، هېواد يې هڅه كوي، چې د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتياوې لوړې کړي.
نوموړي دا خبره د افغانستان د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ملي امنيت شورا د غونډو په خونه كې د ليدنې په مهال وكړه.