د بريتانيا د دفاع وزير ګوين ويليمسن وايي، هېواد يې هڅه كوي، چې د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتياوې لوړې کړي.
نوموړي دا خبره د افغانستان د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ملي امنيت شورا د غونډو په خونه كې د ليدنې په مهال وكړه.
ويليمسن زياته كړه، هېواد يې چمتو دى، چې د پرمختللو طبي مرستو په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
هغه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو د قربانيو ستاينه وکړه او د خپلو همکاريو د دوام ډاډ يې وركړ.
بل پلو محب وويل، د ملي يووالي حکومت ژمن دى، چې په افغانستان كې امن او ثبات راولي او په دې برخه کې يې د افغان حکومت پر دوامدارو هڅو ټينګار وکړ.
د ده په وينا، له هرې ممکنې لارې او فرصت څخه به ګټه پورته کړي، ترڅو په افغانستان کې جګړه او انسان وژنه ختمه شي.
په دې ليدنه کې دواړه لوري له ترهګرۍ سره په مبارزه كې د افغان ځواکونو پر جګړه ييز چمتووالي او وړتياوو هم وغږېدل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


