د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، چې د کاغذي تذکرو د وېش د کمپاين له پيله تر دې مهاله يې په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه ميليونه کاغدي تذکرې وېشلي دي.
د دغه ادارې رييس همايون محتاط نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشر او د کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې د دغه ادارې له لوري د جعلي تذکرو د وېش تورونه رد کړل او ويې ويل چې د دې پروسې د روڼتيا لپاره يې له جمهوري رياست غوښتي څو د تذکرو د وېش پروسې د نظارت لپاره يو پلاوی وټاکي.
له بل لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس د ولسي جرګو په ټاکنو کې په روڼتيا ټينګار کوي.
د نفوسو د احوالو د ثبتولو مرکزي اداره داسې مهال د پنځه ميليونه کاغذي تذکرو د وېش خبره کوي چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي وو، په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره بايد د تابعيت له تذکرو ګټه واخيستل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


