ads

په کونړ کې د ماين چاودنې له کبله ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ ولايت کې د ماين چاودنې له کبله ۱۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 وږی 1397
په کونړ کې د ماين چاودنې له کبله ۱۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ ولايت کې د ماين چاودنې له کبله ۱۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالغني مصمم کليد ته وويل چې د دې ولايت د شيګل ولسوالۍ په غني کڅ سيمه کې پرون شاوخوا يوولس بجې د ملکي وګړو په موتر د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
مصمم زياتوي، د دې پېښې ټپيان د اسعداباد ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د دې چاودنې مسووليت تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA