د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، ګډو ځواکونو په جلال اباد ښار کې د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير په دفتر کې د عملياتو پر مهال ۸ تنه له يوه اندازه وسلو او ماينونو سره يو ځای نيولي دي .
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دا عمليات د ملي امنيت ځواکونو او پوليسو له لوري د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه کې ترسره شوي دي.
خوګياڼی زياتوي، له نيول شوو کسانو يې پنځه تنه له څېړنو وروسته خوشې شوي، خو له درېيو نورو يې اوس هم څېړنې روانې دي.
هغه زياته کړه چې د دې عملياتو پوره جزيات به له څېړنو وروسته خپاره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


