ads

د سياسي ګوندونو د اجماع له لوري په کابل ښار کې لاريونونه روان دي

د سياسي ګوندونو اجماع نن د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د لاريونونو په ترسره کولو سره د خپلو وړانديزونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 وږی 1397
د سياسي ګوندونو د اجماع له لوري په کابل ښار کې لاريونونه روان دي

د سياسي ګوندونو اجماع نن د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د لاريونونو په ترسره کولو سره د خپلو وړانديزونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
دوی د رای ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې د بايومټريک کولو، د ټاکنو په سيستم کې د بدلون او د ټاکنو په پروسه کې د ګوندونو د نظارت د پياوړي کولو غوښتونکي دي.
د سياسي ګوندونو د اجماع يو شمېر پلويانو همدا اوس د کابل ښار د بنايي څلور لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او د ټاکنو کمېسيون پر وړاندې شعارونه ورکوي.
دوی وايي، که يې غوښتنې ونه منل شي، خپلو مدني اعتراضونه به نور هم زيات کړي.
دغه راز د دغه اجماع يو شمېر نور پلويان بيا د کابل ښار د هوايي ډګر په څلور لاره کې راټول شوي او ورته غوښتنې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پيل کې د سياسي ګوندونو استازو له جمهور رييس غني سره ناسته لرله او په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې بايد يوه ګډه کمېټه جوړه شي تر څو عملي طرحې چمتو کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA