د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا ستراتېژي اغېزناکه بللې ده.
د هغه په خبره، په دې ستراتېژۍ سره طالبان تر هر وخت ډېر سولې ته لېواله شوي دي.
د امريکا دفاع وزير ويلي، د طالبانو د مشر وروستۍ اعلاميه چې تر دې مهاله مخينه نه لري په واضح ډول څرګندوي چې خبرې اترې د افغانستان د جګړې حللاره ده.
د امريکا د دفاع وزير جيمز مټېس پرون د امريکا د ټولو ځواکونو له لوی درستيز جنرال جوزيف ډنفورډ سره يوځای په پنټاګون کې خبري غونډې ته په خبرو کې زياته کړه، په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند سولې ته د طالبانو د لېوالتيا او په دې تړاو د افغانانو د اجماع د نښې په توګه ياد کړ.
د جمهور رييس ټرمپ د ستراتېژۍ يو اساسي ټکی په طالبانو د فشار راوستل دي تر څو له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


