ads

افغانستان نن له ايرلنډ سره دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې نن د افغانستان او ايرلنډ کرکټ ملي لوبډلې خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 وږی 1397
افغانستان نن له ايرلنډ سره دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې نن د افغانستان او ايرلنډ کرکټ ملي لوبډلې خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او پنځلس دقيقې پيلېږي چې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار کې ترسره کېږي.
افغانستان په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ايرلنډ ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.
دغه راز افغان لوبډلې تر دې وړاندې د ايرلنډ له لوبډلې د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ هم ۲ – ۰ وګټله.
كه څه هم په دې لړۍ كې درې ۲۰ اوريزې لوبې شاملې وې، خو وروستۍ يې د باران ورېدو له كبله ترسره نه شوه.
افغانستان به وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ له ايرلنډ سره ترسره کړي او له هغه وروسته به متحده عربي اماراتو ته لاړه شي تر څو د اسيام جام په سياليو کې ګډون وکړي.
په دغو سياليو کې افغانستان په اې ګروپ کې له سريلانکا او بنګلديش سره مخ کېدونکی دی.
د اسيا جام لوبې د راتلونکې سپټمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA