ads

وسله والو طالبان غواړي د بدخشان د نِسَى ولسوالۍ پر مركز بريد وكړي

ځايي چارواکي وايي، د بدخشان په نِسَى ولسوالۍ كې وسله وال طالبان په ډېرېدو دي او دا ډله غواړي د دې ولسوالۍ پر مركز بريد وکړي.
د نِسَى ولسوال ابراهيم قيومي کليد ته وويل، طالبان له يوې نيمې مياشتې راهيسې په دغې ولسوالۍ کې حضور لري او د ولسوالۍ ډېری سيمې يې په کنټرول کې دي.

نویسنده: mayar
6 وږی 1397

د نوموړي په خبره، په نِسَى ولسوالۍ کې له مېشتو طالبانو سره د همکارۍ په هدف د بدخشان ولايت له راغستان ولسوالۍ د مولوي طاهر په مشرۍ د طالبانو يوې ۱۰۰ کسيزې ډلې د يادې ولسوالۍ په لور حرکت کړی او که مرکزي حکومت پاملرنه ونه کړي، له تاجکستان سره په پوله پرتې پنځې ولسوالۍ به ټولې سقوط شي.
په همدې حال کې ۲۰۹ شاهين قول اردو د نِسَى ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د بريد شونتيا تاييدوي.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي کليد ته وويل، د ملي اردو سرتېري په دغې ولسوالۍ کې حضور نه لري، خو د طالبانو د بريد په صورت کې د بدخشان د لېوا قومانداني د بريد مخنيوي ته چمتو ده.
بدخشان له څو ګاونډيو هېوادونو سره د پولې لرلو له کبله د دولت د وسله والو مخالفينو د پام وړ ولايت دی، چې د راپورونو له مخې، د دغه ولايت په څو ولسواليو کې طالبان پراخ حضور لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA