ads

د ترکيې او امريکا د دفاع وزيرانو د سوريې پر وضعيت خبرې وکړې

د ترکيې د دفاع وزير له خپل امريکايي سيال سره په ټيليفوني خبرو کې د سوريې پر وضعيت بحث وکړ.

نویسنده: mayar
6 وږی 1397
د ترکيې او امريکا د دفاع وزيرانو د سوريې پر وضعيت خبرې وکړې

د ترکيې د دفاع وزير له خپل امريکايي سيال سره په ټيليفوني خبرو کې د سوريې پر وضعيت بحث وکړ.
د ترکيې اناتولي خبري اژانس د دې هېواد د دفاع وزارت د يوه چارواکي له قوله ليکلي، د ترکيې د دفاع وزير خلوصي اکار د امريکا د دفاع له وزير جېمز ماټيس سره ټيليفوني خبرې وکړې او پر دوه اړخيزو اړيکو، د سوريې پر وضعيت او ترهګرۍ سره پر مبارزې سره وغږېدل.
دغه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د دې خبرو په تړاو ډېر جزيات نه دي ورکړي.
د امريکا او ترکيې د دفاع وزيرانو ترمنځ دا ټيليفوني خبرې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستيو کې د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړيكې د ترکيې لخوا د يوه عيسوي کشيش انډريو برانسن د نيولو له کبله ترينګلې شوې او امريکا پر ترکيې اقتصادي بنديزونه لګولي دي.
برانسن په ترکيه کې له ترهګرو ډلو سره په اړيکو لرلو تورن شوی او له تېرو دوو کلونو راهيسې په خپل کور کې بندي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA