ads

افغانستان ايرلنډ ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې هم ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
6 وږی 1397
افغانستان ايرلنډ ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، د كابل په وخت پرون له غرمې وروسته دوه بجې او ۱۵ دقيقې پيل شوه او تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې پاى ته ورسېده.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې وكړې، خو د ايرلنډ د لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۸ اعشاريه درې اورونو كې د ۱۹۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.
دا لوبه افغانستان د ۲۹ منډو په توپير وګټله.
افغانستان به له ايرلنډ سره په روانه اونۍ كې دوه نورې يو ورځنۍ لوبې هم وكړي.
دا لوبې د چهارشنبې او جمعې په ورځو كې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې د ايرلنډ له لوبډلې د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۲ – ۰ وګټله.
كه څه هم په دې لړۍ كې درې ۲۰ اوريزې لوبې شاملې وې، خو وروستۍ يې د باران ورېدو له كبله ترسره نه شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA