ads

په ننګرهار كې د پاكستاني كلدارو د مخنيوي كمپاين پيل شو

په ننګرهار كې د افغانيو د چلښت په اړه شوې پرېكړه سر له ننه عملي كېږي او په يوه مياشت كې به په بشپړ ډول تطبيق شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 وږی 1397
په ننګرهار كې د پاكستاني كلدارو د مخنيوي كمپاين پيل شو

په ننګرهار كې د افغانيو د چلښت په اړه شوې پرېكړه سر له ننه عملي كېږي او په يوه مياشت كې به په بشپړ ډول تطبيق شي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د والي حيات الله حيات په مشرۍ د افغانستان بانک د مسوولينو، جلال اباد ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د پاکستاني کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د چلښت دودولو په هدف تېره ورځ په مشورتي ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د تطبيق چارې به يې د دوشنبې له ورځې پيل او د يوې مياشتې په موده كې به په جلال اباد ښار او ولسواليو کې بشپړه راکړه ورکړه په افغانيو ترسره شي.
حيات د جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د يوې اونۍ په موده کې په جلال اباد ښار کې ټولو اصنافو ته په افغانيو د توکو لازم نرخونه ورکړي او د همدغو نرخونو له مخې دې پرې د افغانيو چلښت عملي کړاى شي.
نوموړي وويل، د افغانيو د چلښت عملي كولو لپاره به له دې وروسته هغه دوكانونه او مارکېټونه، چې په کې پاکستانۍ کلدارې کارول کېږي، د جريمې پر ځاى وتړي.
والي زياته كړه، ټولو ادارو ته به په رسمي ډول سپارښتنه وکړي، چې هغه مراجعين او مامورين ادارو ته پرې نږدي، چې په جېبونو کې پاکستانۍ کلدارې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA