په ننګرهار كې د يوه ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون اووه وسله وال نيول شوي

د ملي امنيت منسوبينو د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې په تېره يوه اونۍ کې د يوه ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون اووه طالب او داعش او د لشکر طيبه اړوند وسله وال نيولي دي.
ولايتي ادارې نيول شوي کسان نن د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل.