د ملي امنيت منسوبينو د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې په تېره يوه اونۍ کې د يوه ځانمرګي بريد كوونكي په ګډون اووه طالب او داعش او د لشکر طيبه اړوند وسله وال نيولي دي.
ولايتي ادارې نيول شوي کسان نن د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، په نيول شوو کسانو کې څلور طالبان، دوه داعشيان او يو د لشکر طيبه اړوند ځانمرګى بريد كوونكى شامل دي.
دى وايي، ځانمرګى بريد كوونكى يې د کم عمر درلودو او بشري حقونو ته د درناوي په خاطر رسنيو ته ونه ښوده.
خوږياڼي زياته كړه، نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعترافونه كړي دي.
د دولت يادو وسله والو مخالفو ډلو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


