ads

په غزني كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني كې د امنيتي ځواكونو په روانو تصفيوي عملياتو كې د ځينو سرګروپانو په ګډون له ۳۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، افغان هوايي ځواكونو پرون له غرمې وروسته په قره باغ ولسوالۍ كې يوه ډله وسله وال مخالفين د هوايي بريدونو په ترڅ كې په نښه كړل، چې له كبله يې د يو شمېر سرګروپانو په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 وږی 1397

د هغه په وينا، په دې بريدونو كې د مخالفينو درې بېلابېل ډوله موټرونه او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري‌ چارو همغږې كوونكې اداره اوچا وايي، غزني ښار بېرته خپل پخواني حالت ته ګرځېدلی او د ورانو شوو ځايونو بيارغونه په كې روانه ده.
طالبانو تېره مياشت پر غزني ښار ډله ييز بريد وكړ، چې تر څلور ورځنۍ جګړې وروسته له دغه ښاره ووتل.
په دې جګړه كې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او ملكي وګړي هم زيانمن شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA