ads

وسله وال طالبان پر سرپل ولايت د بريد پلان لري

د سرپل ولايتي چارواكي وايي، وسله وال طالبان غواړي د دغه ولايت پر مركز بريد وكړي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، د كشفي او استخباراتي راپورونو له مخې، طالبان له څو ورځو راهيسې پر سرپل د بريد او د دې ولايت د سقوط په هدف له بېلابېلو سيمو خپل وسله وال يوځاى كوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 وږی 1397

نوموړى هلته موجود امنيتي سرتېري د طالبانو د بريد د مخنيوي لپاره كم بولي او په خبره يې، په دې برخه كې يې له مركزي حكومته د همكارۍ غوښتنه كړې، ترڅو له بريد وړاندې د طالبانو د تحركاتونو مخه ونيسي.
په همدې حال كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كه څه هم پر سرپل د طالبانو د بريد د مخنيوي لپاره د امنيتي ځواكونو د چمتووالي خبر وركوي خو زياتوي، تراوسه په دغه ولايت كې د طالبانو د تحركاتو په تړاو اندېښمنوونكي راپورونه نه دي ور رسېدلي.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل كوهستانات ولسوالي له شاوخوا درېيو كلونو راهيسې د طالبانو په ولكه كې ده او د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په دې ولسوالۍ كې د تصفيوي عملياتو د ترسره كولو پلان نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA