عبدالله له داعش ډلې د حكومت د ملاتړ په تړاو خپاره شوي راپورونه رد كړل

اجرائيه رئيس وايي، د ملي يووالي حكومت په هېواد كې داعش تروريستي ډله نه اكمالوي او په دې اړه شوې ادعاوې بې بنسټه دي.
عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته د خبرو په مهال د افغانستان لپاره د داعش ډلې د مشر وژل كېدو ته په اشارې وويل، امنيتي ځواكونه يوه شېبه هم له دې ډلې سره په مبارزه كې غفلت نه كوي.