اجرائيه رئيس وايي، د ملي يووالي حكومت په هېواد كې داعش تروريستي ډله نه اكمالوي او په دې اړه شوې ادعاوې بې بنسټه دي.
عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته د خبرو په مهال د افغانستان لپاره د داعش ډلې د مشر وژل كېدو ته په اشارې وويل، امنيتي ځواكونه يوه شېبه هم له دې ډلې سره په مبارزه كې غفلت نه كوي.
هغه له داعشيانو د ملي يووالي حكومت د ملاتړ په تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه وبلل.
په ورته وخت كې عبدالله د طالبانو لخوا د افغان حكومت د درې مياشتني اوربند ردېدو ته په اشارې زياته كړه، د سولې پروسه روانه ده.
د نوموړي په خبره، د ملي يووالي حكومت د افغانستان د سولې په اړه د هرې غونډې او خبرو ملاتړ كوي، خو د سولې پروسه بايد د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت مخته يووړل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې په مسكو كې د روسيې په كوربه توب د افغانستان د سولې په هكله يوه غونډه جوړه شي، چې طالبان هم په كې برخه اخلي، خو افغان حكومت او امريكا په كې ګډون نه كوي.


