د هېواد په شمال لوېديځ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ شاهين قول اردو سرتېري د غورمارچ – قيصار پر لاره د وسله والو طالبانو له كمين سره مخ شوي، چې د جګړې په ترڅ كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، وروسته له هغې چې غورماچ ولسوالي له بادغيس ولايت سره يو ځاى شوه، د ۲۰۹ شاهين قول اردو ځواكونو نن دغه ولسوالي پرېښوده.