ټاكل شوې د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه نن د كابل په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او ۱۵ دقيقې پيل شي.
افغانستان به له ايرلنډ سره په روانه اونۍ كې درې يو ورځنۍ لوبې وكړي.
دا لوبې نن، د چهارشنبې او جمعې په ورځو كې د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې د ايرلنډ له لوبډلې د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ۲ – ۰ وګټله.
كه څه هم په دې لړۍ كې درې ۲۰ اوريزې لوبې شاملې وې، خو وروستۍ يې د باران ورېدو له كبله ترسره نه شوه.
په دغو لوبو كې ځوان افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي ښه توپ وهنه وكړه او د لوبو د لړۍ غوره لوبغاړى اعلان شو.
دا په داسې حال كې ده، چې نوموړي ته د كركټ د ډېرى مينه والو پر ټينګار سربېره هم د كركټ بورډ لخوا په ځينو مهمو لوبو كې د لوبېدو چانس نه و وركړل شوى.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به له دې لوبو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړه شي او هلته به د اسيا جام په سياليو كې ګډون كړي، چې د سپټمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه پيلېږي.


