جمهور رئيس غني د قاچاق پر مخنيوي ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د تورخم بندر په څېر به په نورو بندرونو او لارو کې هم د قاچاق مخه ونيول شي.
نوموړي دا خبره نن په ارګ كې د هېواد د صنعتکارانو خونې له يو شمېر مرکزي او ولايتي مسوولينو سره د ليدنې په مهال وكړه.