جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د تورخم بندر په څېر به په نورو بندرونو او لارو کې هم د قاچاق مخه ونيول شي.
نوموړي دا خبره نن په ارګ كې د هېواد د صنعتکارانو خونې له يو شمېر مرکزي او ولايتي مسوولينو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د قاچاق مخنيوى د ملي يووالي حکومت له لومړيتوبونو څخه دى.
هغه د هېواد د توليدي اقتصاد په ودې او پانګونې کې د صنعتکارانو رول مهم وباله.
د هېواد جمهور رئيس زياته كړه، حکومت د صنعت د ودې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى او د صنعت د ودې لپاره ځانګړى پلان لري.
بلخوا صنعتکارانو په دې غونډه كې وويل، اوس مهال افغانستان په ۳۲ توليدي سکټورونو کې بشپړې خودکفايۍ او په ۲۲ نورو برخو کې نيمه خودکفايۍ ته رسېدلى، چې د حکومت په ملاتړ به دا برخې هم په بشپړ ډول په ځان بسيا شي.
دوى د صنعت په برخه کې لا زياتې پانګونې ته چمتووالى وښود او د قاچاق په مخنيوي کې يې د حکومت هڅې وستايلې.


