د هلمندي ماشومانو تیاره راتلونکې

د هلمند یوه برخه ماشومان اوس‌مهال له سختو او درنو کارونو سره مخ دي. دوی ښوونځي ته هم نه ځي او راتلونکې يې تياره ښکاري. د دغو ماشومانو ډېره برخه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په درنو کارونو بوخت دي. دوی وايي د کورنیو مشرانو له لوري درنو کارونو ته هڅول کېږي.