ads

په کونړ کې د سېلابونو راوتو او تندر له کبله ۱۱ تنه ووژل شول

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې سېلابونو او تندر ۱۱ تنه چې ۸ يې د يوې کورنۍ غړي دي وژلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وږی 1397
په کونړ کې د سېلابونو راوتو او تندر له کبله ۱۱ تنه ووژل شول

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې سېلابونو او تندر ۱۱ تنه چې ۸ يې د يوې کورنۍ غړي دي وژلي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم کليد ته وويل، د غازي اباد ولسوالۍ د مرېت په سيمه کې تېره ورځ د سېلابونو او تندر غورځېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.
مصمم وايي په وژل شوو کسانو کې ۸ تنه يې د يوې کورنۍ غړي دي.
نوموړی وايي، سېلابونو ولسي خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي، خو په خبره يې سيمې ته يې د سروې ټيمونه ليږلي څو د اړمنو کورنيو لېست چمتو کړي.
نورستان او کونړ هغه غرني ولايتونه دي چې ډيری وخت پکې د تېزو بارانونو له کبله سېلابونه راوځي اوخلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA