د هرات ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، يو ماشوم، دوې ښځې او دوه سړي د دغه پېښې قربانيان دي.
د ولي زاده په خبره، دغه کسان پرون له غرمې وروسته د ادرسکن ولسوالۍ د خليفه په سيمه کې په ډزو وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ وياند زياتوي، دغه پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې د څو کلنو مخالفتونو د حل لپاره د دوو قومونو تر منځ جوړه شوې ناسته له کومې پايلې پرته پای ته ورسېده.
نوموړی زياتوي، د دغه غونډې يو شمېر ګډون کوونکي چې د يوې کورنۍ غړي دي، د مخالف قوم د کسانو له لوري ورته کمين نيول شوی او وژل شوي دي.
د هرات د پوليسو په خبره، د دغه پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.


