ads

په ننګرهار کې د اختر په ورځو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله ۱۰۲ ټپيان شوي

په ننګرهار ولايت کې د لوی اختر په ورځو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله ۱۰۲ تنه ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وږی 1397
په ننګرهار کې د اختر په ورځو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله ۱۰۲ ټپيان شوي

په ننګرهار ولايت کې د لوی اختر په ورځو کې د بېلا بېلو پېښو له کبله ۱۰۲ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د لوی اختر په ورځو کې د دغه ولايت له بېلا بېلو سيمو ۱۰۲ تنه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د دغه روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواري کليد ته وويل چې له دې ډلې ۵۵ يې د ټرافيکي پېښو، ۹ د هوايي ډزو، ۸ د بمي چاودنو او ۲۹ نور د جنايي پېښو له کبله ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر په ورځو کې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د ټرافيکي پېښو له کبله ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA