ads

د جلال اباد ښار چاودنه کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وږی 1397
د جلال اباد ښار چاودنه کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په اړونده سيمه کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر مخې ته چاودنه شوې.
د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، تر دې مهاله د عامې روغتيا حوزوي روغتون ته د پېښې له ځايه دوه جسدونه او څلور ټپيان لېږدول شوي چې، د يوتن ټپي حالت نازک دی.
خوګياڼی وايي، د پېښې ډول تر دې مهاله معلوم نه دی خو په دې اړه څېړنې روانې دي
له بل لوري د ننګرهار ولايت د امنيه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې پېښې د ننګرهار حوزوي روغتون ته دوه جسدونه او ۶ ټپيان لېږدول شوي دي.
ويل کېږي د پېښې قربانيان هم د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي لېست څخه د حذف شوي کانديد جاوېد زمان پلويان دي.
دا چاودنه داسې مهال کېږې چې، نن سهار د ټاکنو کميسيون دفتر مخې ته د ولسي جرګې له وروستي ليست څخه د لرې کړای شوي نوماند جاويد زمان پلويانو د اعتراض خېمه وهلې وه.
تر دې مهاله کومې ډلې د دغه پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA