د کابل امنيه قومنداني وايي، نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخې ته د تحصن درول شوې خېمې راټولوي.
د کابل امنيه قومندان داوود امين وايي، چې پوليس به په ولايتونو کې هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفترونو مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي.
د نوموړي په خبره، د تحصن خېمې په غيرقانوني ډول او له جواز پرته په کابل او ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفترونو مخې ته درول شوې دي.
داوود امين زياتوي، هېڅ څوک او هېڅ ډله اجازه نه لري چې د ټاکنو په پروسه کې ستونزې راولاړې کړي.
د کابل امنيه قومندان وويل، پوليس به د هغه امر له مخې چې ترلاسه کړی يې دی، له وسلې پرته د ډنډو او سپر له لارې د خېمو د راټولولو چارې ترسره کړي.
نوموړي له معترضينو وغوښتل چې د پوليسو په وړاندې له تاوتريخوالي او زور کار وانه خلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


