روسيې د مسکو د سولې په غونډه کې د امريکا په نه گډون خواشيني څرګنده کړې.
امريکا د چهارشنبې په ورځ د مسکو په غونډه کې د روسيې بلنه رد کړه او ادعا يې وکړه چې د مسکو غونډه چې روسيه يې مشري کوي په افغانستان کې د سولې له ټينگيدو سره مرسته نه کوي.
دغه غونډه د راتلونکې ميلادي مياشتې په څلورمه په مسکو کې جوړېږي.
په کابل کې د روسيې سفارت په يوه اعلاميه کې ټينگار کړی چې متحده ايالاتو پدې کنفرانس کې گډون کول له دې کبله رد کړي چې گواکې دا غونډه د افغانانو له لوري نه ده تنظيم شوې.
په دې اعلاميه کې ټينگار شوی چې د مسکو غونډه د افغانستان او روسيې په گډ رياست جوړېږي او ادعا شوې ده چې متحده ايالات يوازې په هغو غونډو کې گډون کوي چې مشري يې په غاړه ولري او د واشنگټن په گټه وي.
ټاکل شوې وه چې د مسکو په کوربه توب په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت، امريکا، د افغانستان د گاونډيو هېوادونو او طالبانو استازي گډون وکړي.
خو وروسته امريکا او افغان حکومت په دغه ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


