د افغانستان او ايرلنډ کرکټ لوبډلو تر منځ درېيمه شل اوريزه لوبه د باران ورېدو له کبله ترسره نه شوه

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ درېيمه شل اوريزه لوبه چې ټاکل شوې وه تېر ماښام ترسره شي، د باران له کبله لغوه اعلان شوه او د شل اوريزو لوبو د لړۍ جام افغانستان ترلاسه کړ.