د افغانستان او ايرلنډ تر منځ درېيمه شل اوريزه لوبه چې ټاکل شوې وه تېر ماښام ترسره شي، د باران له کبله لغوه اعلان شوه او د شل اوريزو لوبو د لړۍ جام افغانستان ترلاسه کړ.
افغان کرکټ لوبډلې په لومړيو دواړو شل اوريزو لوبو کې ايرلنډ ته ماتې ورکړه او دغه لړۍ يې ۲-۰ وګټله.
افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی د سيريز يا لړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو، نوموړي د ايرلنډ پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې ۷۴ او دويمه لوبه کې ۸۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان به له ايرلنډ سره د شل اوريزو لوبو له لړۍ وروسته روانه اوونۍ د دغه هېواد په بېلفاسټ ښار کې د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړي.
دغه لوبې د دوشنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو ترسره کېږي.
درې واړه لوبې د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په دوو بجو او ۱۵ دقيقو پيلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


