ads

حضرت الله ځاځی د افغانستان د يو ورځنيو لوبو په لوبډله کې هم شامل شو

حضرت الله ځاځی د ايرلنډ پر وړاندې په تېرو دوو شل اوريزو لوبو کې د ښه ځلېدو له کبله د دغه لوبډلې پر وړاندې د افغانستان په پنځوس اوريزه لوبډله کې هم شامل کړای شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 وږی 1397
حضرت الله ځاځی د افغانستان د يو ورځنيو لوبو په لوبډله کې هم شامل شو

حضرت الله ځاځی د ايرلنډ پر وړاندې په تېرو دوو شل اوريزو لوبو کې د ښه ځلېدو له کبله د دغه لوبډلې پر وړاندې د افغانستان په پنځوس اوريزه لوبډله کې هم شامل کړای شو.
د کرکټ بورډ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د ښه ځلېدو له کبله د غوراوي کمېټې په وړانديز او د کرکټ بورډ د عمومي رييس په منظورۍ د ايرلنډ پر وړاندې د پنځوس اوريزو لوبو په افغان لوبډله کې شامل کړای شو.
نوموړی د ايرلنډ پر وړاندې په تېرو دوو شل اوريزو لوبو کې ښه وځلېد او نيمه سليزې يې جوړې کړې.
افغانستان به سبا جمعه له درېيمې شل اوريزې لوبې وروسته له ايرلنډ سره د درېيو يو ورځنيو سياليو لړۍ پيل کړي چې د روانې ميلادي مياشتې په ۲۷مه، ۲۹ او ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA