ads

برمك: غفلت كوونكو مسوولينو ته سزا وركول كېږي

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي، هر هغه څوک به مجازات شي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ يې په خپله دنده کې غفلت کړی وي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 وږی 1397
برمك: غفلت كوونكو مسوولينو ته سزا وركول كېږي

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي، هر هغه څوک به مجازات شي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ يې په خپله دنده کې غفلت کړی وي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې نن يې د کابل ښار د امنيت په تړاو د دغه ښار د امنيتي حوزو له امرينو سره په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ټينګار وکړ، هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې په خپلو دندو کې يې غفلت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ د كابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې درې تنه وسله وال د ماهي په نوم سراى ته ننوتل او له هغه ځايه يې د ارګ په ګډون د كابل ښار پر بېلابېلو سيمو د هاوانونو او توغنديو بريدونه وكړل چې وروسته امنيتي ځواکونو له منځه يووړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA