ads

افغانستان سبا له ايرلنډ سره درېيمه شل اوريزه لوبه کوي

سبا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره درېيمه شل اوريزه لوبه کوي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په اووه نيمو بجو پيلېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 وږی 1397
افغانستان سبا له ايرلنډ سره درېيمه شل اوريزه لوبه کوي

سبا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره درېيمه شل اوريزه لوبه کوي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په اووه نيمو بجو پيلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د دغه لړۍ لومړۍ دوه لوبې ګټلې دي.
تر دې مهاله له ايرلنډ سره په دواړو شل اوريزو لوبو کې د توپ وهنې په برخه کې حضرت ځاځی ښه ځلېدلی دی او له همدې کبله د کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې له ايرلنډ سره د پنځوس اوريزو لوبو لړۍ ته هم په لوبډله کې شامل کړای شو.
افغانستان به سبا جمعه له درېيمې شل اوريزې لوبې وروسته له ايرلنډ سره د درېيو يو ورځنيو سياليو لړۍ پيل کړي چې د روانې ميلادي مياشتې په ۲۷مه، ۲۹ او ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA