ads

د جګړه ځپلو کورنيو سره د متحده عربي اماراتو مرسته

د عربي متحده اماراتو سرې مياشتې او د شارجه خيريه بنسټ د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې په غزني او کابل ولايتونو کې د لوی اختر د قربانۍ پروژه له يو شمېر جنګ ځپلو کورنيو سره په مرستې پيل کړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 زمری 1397
د جګړه ځپلو کورنيو سره د متحده عربي اماراتو مرسته

د عربي متحده اماراتو سرې مياشتې او د شارجه خيريه بنسټ د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې په غزني او کابل ولايتونو کې د لوی اختر د قربانۍ پروژه له يو شمېر جنګ ځپلو کورنيو سره په مرستې پيل کړه.
په افغانستان کي د عربو د متحده اماراتو شارژدافير سيف الشامسي وويل، دوی د اماراتو هيواد د شيخ زايد کال لمانځي څو پدې وسيله په خلکو کې د خير او ښيګڼې دود پياوړی کړي.
نوموړي زياته، د اماراتو سفارت لپاره د وياړ ځای دی چي د اړمنو کورنيو په خوښيو کي برخه اخلي او د بخشش فرهنګ ترويجوي.
د يادونې ده چې دغه مرستې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې په اړمنو کورنيو وېشل کېږي.
د عربو متحده اماراتو لدې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولايتونو کې له اړمنو خلکو سره وخت نا وخت دېته ورته مرستې کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA